07/11/2025
ولې باید مطالعه وکړو او خپل تاریخ ولولو
ډیری ځوانان چې کله تاسو ورسره خبرې اترې کوئ ډېر ژر پرې پوهیږئ چې دوی د خپل هېواد له تاریخه ناخبره دي او یوازې په هغو سطحي معلوماتو اکتفا کوي چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي.
دوه مسلې ډېرې واضح دي اول دا چې ډیری ځوانان د سیاسي بحثونو او یا په ټوله کې د سیاست شوقیان دي چې دا ښه خبره ده سیاست کول بده خبره نه ده د سیاست د معاصر تعریف له مخې سیاست یوازې د دولت او واکمنۍ تر محدوده نه راځي، بلکې د مدني ټولنې، رسنیو، نړیوالو سازمانونو، او ان د افرادو تر منځ د نفوذ، قناعت، او ګډ تصمیمنیونې هر ډول عمل ته سیاست وايي چې د دغه تعریف له مخې د ټولنې ټول وګړي باید سیاست وکړي خو ستونزه دا ده چې د دغه هنر د زده کړې لپاره باید ځانونه په زحمت کړو او له بېلابېلو تجربو دغه کیفت ته ورسیږي او دغه چاره د دوامداره مطالعې او زده کړې پرمټ کیږي چې موږ یې نه کوو.
ډېر مشهور چنايي متل دی چې وايي که یو څوک درې ورځې مطالعه ونکړي نو خبرې یې په اوریدو نه ارزي خو که رښتیا ووایو زموږ بیخي ډېر سلنه ځوانان په درې ورځو لا څه کوي چې میاشتو او ان په کلونو مطالعه نه کوي خو بیا برعکس په هر مجلس او بحث کې له ځانونو یې د خبرو ګوډي جوړ او په هرڅه کې نظر ورکوي.
زه دا منم چې د افغانستان تاریخ ډېر ګډوډ لیکل شوی او سړی بیخي ګنګس کړي خو دا په دې معنا نه ده چې موږ باید له خپله تاریخه بې خبره پاتې شو، اوس خو د ټکنالوژۍ دور دی او چې لږه هڅه او دومداره هڅه وکړو چې ډاډه یم دغه لویه او ځورونکې تشه رفع کولای شو.
زه ډېر په جرات دا خبره کوم چې موږ اکثریت بیخي علاقه نه لرو چې کتاب ولولو او دا راته ډېر سخت کار ښکاري، ګورئ اصلي خبره دا ده چې د انسانانو ژوند د ښو او بدو عادتونو ټولګه ده او ښه عادتونه د انسانانو ژوند ښکلي کوي د ښو عادتونو تمرین او یا زده کړه یا خو په کتابونو کې وي او یا هم له ښو ملګرو سره چې له بده مرغه موږ او تاسې له دواړو بې برخې یو.
چې چیرته لس نفره افغانان اوسي قسم به یې کړی وي چې په یو ځای سره راټول نه شي او که راټول شي اصلي هدف به ترې پاتې او په ډېرو جزيي او غیر مهمو مسلو کې به راګیر، فلاني داسې وکړل او ما داسې وکړل، وه سړیه دا د ژوند اصل دی چې ټول به یو رقم نه وي د هر چا د ژوند کولو طریقه بدله خو موږ وايو نه څنګه چې یې موږ غواړو ټوله دنیا باید همداسې وي او وچ ضد نیولي په اخر کې نتیجه دا وي چې ټوله دنیا په یوه خوا روانه وي او موږ په بله خوا.
چې خبره رانه اوږده نه شي او له موضوع ونه وځم مطالعه کوم ډېر ښه عادت دی په دې کې هېڅ شک نشته خو که رښتیا ووایم له ما نیولې او بېرته په ما تمامه، دا خبره موږ کوو چې باید مطالعه وکړو خو دا مسله د خبرې تر برېده پاتې او له ستونې مو نه ښکیته او زړه ته نه کیوځې چې عمل پرې وکړو اوس پوښتنه دا ده چې څه وکړو چې د مطالعې پر ښکلي عادت روږدي شو، زما تجربه دا ده لکه څنګه چې دواړه ښه او بد عادتونه د وخت په تېرېدو خپلې ريښې ځغلوي او ان د انسان په لاشعور کې ځای نیسي نو له کمو یې شروع کړئ د ورځې یوه صفحه ولولۍ او په کومه برخه کې چې علاقه مندۍ لرئ هماغه برخه ولولۍ، حد اقل تر دریو میاشتو دا کار دوامداره وکړئ له ځان سره ضد وکړئ ډاډه یم چې له دریو میاشتو وروسته به خپله لار پیدا کړئ.
په اخر کې دا خبره هم کوه چې په نړۍ کې هر عمل خپل عکس العمل او نتیجه لري او وار لمخه یې نتیجه معلومه وي مثله که موږ له چا سره بد وضعیت کوو طبعي ده چې بد وضعیت به راسره کیږي که د ګټې کار کوې نو یو نسبي اندازه به درته معلومه چې څومره ګټه کوم او همداسې د زیان کیسه هم ده خو دوه شیان له دې قاعدې مستثنا دي یو یې عبادت دی او بل یې مطالعه ده یعنې انسان یې هیڅ احتمالي ګټه نه شي تخمین کولای مثلا ته چې په خلوص عبادت کوې نو په دې نپوهیږې چې الله تعالا درنه څومره خوشحاله کیږي او په کومه اندازه ثواب درکوي، همدا ډول که ته یوه کتاب وايې ممکن د کتاب له خلاصېدو وروسته تاسو کې داسې بدلونونه راشي چې د کتاب له مطالعې وړاندې یې تا په اړه فکر هم نه وي کړئ، ښايي یو ډېر خراب عادت ولرې چې کلونو پرې روږدی وې خو د کتاب له مطالعې او د مثالونو په راوړلو ممکن دا خبره ستا زړه ته ښکته شي چې دا څومره خطرناک عمل دی او یو انګیزه در پیدا شی چې بس نور یې نه کوم.
خپله هم مطالعه وکړئ او نور هم وهڅوئ خو هیڅکله بیا په خپلې کړې مطالعې او ترلاسه کړې پوې ځان ښودنه ونکړئ چې د ګټې په ځای پریمانه تاوان وکړئ.
مننه