18/05/2024
Most welcome king khan 🤩🤩
د افغانستان د کرکټ ځلانډه ستوری راشد خان ۴ کاله وروسته خپل ویاړلي کور افغانستان ته راستون شو.
راشد خان چې تېرو څو کلونو کې د بوخت مهالوېش له امله نه وو توانېدلی هېواد ته راشي، نن سهار کابل ته راورسېد او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس او اجراییوي رییس له خوا ورته کابل نړیوال هوایي ډګر کې ښه راغلاست وویل شول او کرکټ بورډ ته د یو لړ مراسمو په لړ کې بدرګه شو.