18/10/2026
📢 د استخدام اعلان | بڼمیکس
د دندې عنوان: مالي او مالیاتي مسؤل
بڼمیکس د خپلو مالي، حسابدارۍ او مالیاتي چارو د تنظیم لپاره یو مسؤول، امانتدار او د زدهکړې وړ کس استخداموي.
اصلي مسؤلیتونه:
- د عوایدو، لګښتونو، پورونو او مالي اسنادو تنظیم.
- د افغانستان د مالیاتي قوانینو مطابق د مالیاتو محاسبه، تصفیه او تعقیب.
- د مالیې ورکوونکو ریاست او نورو اړوندو ادارو سره د مالي چارو تعقیبول.
- د میاشتنیو او کلنیو مالي راپورونو ترتیب.
- د Excel او حسابدارۍ اړوندو پروګرامونو کارول.
د استخدام شرایط:
- لږ تر لږه ۶ میاشتې اړونده تجربه، یا د زدهکړې او مسلکي پرمختګ وړتیا.
- د کمپیوټر او Excel له بنسټیزو مهارتونو سره بلدتیا.
- امانتداري، دقت او مسؤلیتپذیري.
- په کابل کې د درېیمې یا پنځمې ناحیې اوسېدونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
د کار ځای: کابل ښار، د بڼمیکس دفتر.
معاش: د وړتیا او تجربې مطابق، د توافق وړ.
📩 د غوښتنلیک طریقه: خپل CV او اسناد لاندې ایمیل ته واستوئ:
[email protected]
د ایمیل موضوع: Application for Finance & Tax Officer
🌐 وېبپاڼه: https://BannMix.af
فسبوک پاڼه: www.fb.com/BannMix
بڼمیکس — طبیعي تغذیه • متوازن بدن • سالم ژوند