هیواد لاجورد ساختماني شرکت

هیواد لاجورد ساختماني شرکت دلته هر ډول ساختماني کارونه تر سره کیږي لکه نقشه جوړول،

د بېنوا د لوړو زدکړو مؤسسې سره تفاهم لیک.  د هیواد لاجورد ساختمانی شرکت د بېنوا د لوړو زده کړو مؤسسې سره تفاهم لیک لاسلی...
25/12/2020

د بېنوا د لوړو زدکړو مؤسسې سره تفاهم لیک.

د هیواد لاجورد ساختمانی شرکت د بېنوا د لوړو زده کړو مؤسسې سره تفاهم لیک لاسلیک کړ چي هدف ئي د بېنوا د لوړو زده کړو مؤسسې د انجینري پوهنځی محصلینو ته د عملی کار زمینه مساعدول او د هیواد لاجورد ساختماني شرکت ته د انټرشیف لپاره معرفی کول دی او همدارنګه د بېنوا د لوړو زدکړو مؤسسې د انجینري پوهنځی به د هیواد لاجورد ساختماني شرکت سره په تخنیکي او مسلکی برخو کی همکاري کوي.

‏♧☆ـ﷽ـ☆♧ﺩجمعې ﻣﺒﺎﺭکه ورځ ﺩهﺩﺭﻭﺩ ﺷﺮﻳﻒ په ﻣﺤــﻤﺪ مصطفی ﷺ مو هير نسئ.!!!
11/12/2020

‏♧☆ـ﷽ـ☆♧
ﺩجمعې ﻣﺒﺎﺭکه ورځ ﺩه
ﺩﺭﻭﺩ ﺷﺮﻳﻒ په ﻣﺤــﻤﺪ مصطفی ﷺ مو هير نسئ.!!!

کندهارښاروالي متوازنه پراختیا رامنځته کوي.شنبه /۱۳۹۹- سنبله- ۲۲ کندهار ښاروالي د خپلو روانو رغنیزو چارو په لړ کښي د ښار ...
12/09/2020

کندهارښاروالي متوازنه پراختیا رامنځته کوي.
شنبه /۱۳۹۹- سنبله- ۲۲

کندهار ښاروالي د خپلو روانو رغنیزو چارو په لړ کښي د ښار د شپږمي ناحیې په غالب ګذر کي اساسي سړک جوړوي.
د ۱۰۶۰ متره په طول او ۷ متره په عرض سړک قیرریزي کېږي، د سړک دواړو خواوو ته د ۲۱۲۰ متره په طول چرۍ په اساسي شکل جوړي او ۳۰۰ سلبونه پر ایښول کېږي همدا راز ۷ داني پلچکونه هم په پاخه شکل د ۷ مترو په طول جوړېږي.
ددې تر څنګ کندهار ښاروالي د ښار په پنځلسو ناحیو کښي ښاریانو ته د سهولت او ارامتیا په منظور متوازنه پراختیا رامنځته کوي.

او په یاد ولرئ چي د شپږمي ناحې د غالب ګذر د سړک جوړولو چاري د هیواد لاجود ساختماني شرکت له لوري رواني دي.

ﺩروﺩ پر ستــرلارښـود🌷حضرت محمد مصطفی🌹ﷺﷺﷺ
07/08/2020

ﺩروﺩ پر ستــرلارښـود
🌷حضرت محمد مصطفی🌹
ﷺﷺﷺ

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!د کندهار ښار په ښپږمه ناحیه کي د غالب ګذر د سړک جوړولو چاري د هیواد لاجورد ساختماني شرکت...
18/07/2020

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
د کندهار ښار په ښپږمه ناحیه کي د غالب ګذر د سړک جوړولو چاري د هیواد لاجورد ساختماني شرکت له لوري پیل سول،

نموړي سړک چي څه موده وړاندي یې د ولسي تړون پروګرام د داوطلبي اعلان کړي وو، په نموړې داوطلبي کي د نورو ساختماني شرکتونو تر څنګه هیواد لاجورد ساختماني شرکت هم شتون درلودي، چي خوشبختانه د یادي پروژې قرارداد یې د ازاد رقابت له لاري په خپل نوم کړ، او همدارنګه یې د یو لړ مشکلاتو په څنګ کي تر لږ ځنډ وروسته د یاد ګذر پر پروژه عملاً کار شروع کړ،

چي په انځورونو کي یې اوس یوازي د چرۍ کارونه مالومیږي او وروسته به ان شاءالله ستاسو د دعاوو په مرسته د سړک ټول کارونه په مسلسل ډول د اوصولو مطابق پیل سي.

Address

HCLL Kandahar
Kandahar
AF0000

Telephone

+93700064284

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when هیواد لاجورد ساختماني شرکت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to هیواد لاجورد ساختماني شرکت:

Share