20/12/2025
ولې موټر مو د سهار په وخت سخت چالانېږي؟
1• سړه هوا او تېل: د سهار هوا عموماً سړه وي، په سړه هوا کې د انجن تېل غلیظ (کلک) شي.
کله چې تېل غلیظ شي، انجن ته د ګرځېدو لپاره زیات زور پکار وي، نو ځکه موټر سخت چالانېږي.
2• بیټرۍ په سړه هوا کې کمزورې کېږي: بیټرۍ په سړه هوا کې خپل پوره طاقت نه شي ورکولی.
د بیټرۍ د سړې هوا طاقت (CCA) راټیټېږي، نو سټارټر ته کافي برېښنا نه رسېږي.
3• د هوا سنسر یا هوا سیستم ستونزه: که د هوا سنسر (MAF Sensor) یا Throttle Body چټل وي،
انجن ته غلط معلومات ورکوي، تېل کم داخلېږي،
نو انجن خفه خفه یا په مشکل سره چالانېږي.
4• پلګونه (Spark Plugs) زاړه یا خراب وي: زاړه یا چټل پلګونه ښه چنګ نه وهي،
په ځانګړي ډول د سهار په سړه هوا کې دا ستونزه نوره هم زیاته شي.
حل په ساده ژبه: بیټرۍ مو معاینه کړئ او که کمزورې وي نو بدله یې کړه, سپارک پلګونه پاک یا نوي نصب کړه, د هوا سنسر او Throttle Body پاک کړه, د انجن تېل یا موبلېن د موسم مطابق وکاروه
یادونه: که موټر مو سهار سخت چالانېږي، دا عادي خبره نه ده، ښه ده چې ژر یې چک کړئ، څو له لوی مصرفه ځان وژغورئ.