Rahmat electric ltd

Rahmat electric ltd We want to show the electronic material for our customers

نوی ډیزاین
10/07/2019

نوی ډیزاین

سپیڅلی هیله یوه ړنده مور،د خپل ناروغه زوی دکټ خواته ناسته وه او ژړل يې. ملائیکه راښکته شوه, مخ يې د مور خواته کړ او ورته...
08/03/2018

سپیڅلی هیله

یوه ړنده مور،
د خپل ناروغه زوی دکټ خواته ناسته وه او ژړل يې.
ملائیکه راښکته شوه, مخ يې د مور خواته کړ او ورته يې وویل:
ای موري ! زه د الله ﷻ له خوا راغلې یم، هغه ﷻ پر تا رحمت کړی, چې ستا یوه هیله پوره کړم، ووایه له هغه نه څه غواړې؟
مور ملائیکې ته مخ کړ او ورته يې وویل:
له الله ﷻ څخه غواړم, چې زما زوی ته شفا ورکړي. ملائیکې وویل: پښیمانه کیږې خو به نه؟
مور ځواب ورکړ:
نه!
ملائیکې وویل:
اوس دې زوې روغ شو، خو تا کولای شو, چې دخپلو ړندو سترګو د لید غوښتنه دې کړې وای.
مور مسکۍ شوه او ورته يې وویل: ته یې نشې احساسولی!
کلونه تیر شول, زوی ستر او بریالی انسان ورڅخه جوړ شو او مور به هم د زوی بریالیتوبونه په مینه ونمانځل.
زوی واده وکړ او له خپلې مېرمنې سره يې ډیره مینه درلوده...
یوه ورځ زوی مخ مورته ور واړولو او ورته يې وویل:
مورې !
نشم کولی څنګه یې درته ووایم, خو اصلي ستونزه دا ده چې زما مېرمن له تا سره یوځای ژوند نشي کولی، غواړم تاته یو ځانته کور پیداکړم, ترڅو ته هلته جلا ژوند وکړې.
مور زوې ته مخ ور واړولو او ورته يې ویل:
نه زویه, زه د پخو عمر خلکو ځای ته ځمه
او له خپلو همزولو سره ژوند کوم او هوسا به یمه...
مور له کور څخه بهر شوه, یواځې کیناستله او پر ژړا بوخته شوه.
ملائیکه بیا راښکته شوه او مور ته وويل:
ودې لیدل چي ستا زوی له تاسره څه وکړل؟
اوس پښیمانه شوې؟
غواړي ورته ښیرا وکړې؟
مور وویل: نه پښيمانه یمه او نه هم ښیرا ورته کوم، ته څه پوهیږي؟
ملائیکي وویل:
بیا هم دالله ﷻ رحمت پرتا شوی او کولای شې هیله وکړې، اوس وایه پوهیږم چې له الله ﷻ څخه دخپلو سترګو لید غواړې، صحیح ده؟
مور په ډاډ سره وویل, نه! ملائیکې په ډیره حیرانتیا سره وویل, نو څه؟
مور ځواب ورکړ:
له الله ﷻ څخه غواړم ننګور مې ښه او زړه سوانده ښځه وي او وکولای شي چې زما زوی بختور کړي, ځکه زه نوره هلته نه یمه چې له خپل زوی څخه څارنه وکړم.
دملائيکي له سترګو څخه اوښکې روانې شوې او د اوښکو دوه څاڅکي دمور په سترګو کې ور توی شول او سترګو يې دید پیدا کړ.
کله چې مور دملائیکې اوښکې ولیدلې, ورڅخه ويي پوښتل:
ملائیکې هم ژړا کوي؟
ملائیکي وویل: هو!
خو یواځې هغه وخت اوښکې تويوي او ژاړي چې کله الله ﷻ وژاړي.
مور پوښتنه وکړه:
الله ﷻ هم ژړا کوي؟
ملائیکې ځواب ورکړ:
الله ﷻ همدا شیبه په لیوالتیا دخپل خلقت, چې نوم يې مور ده ژاړي. يعنې چې مور ژاړي; الله تعالی هم ژاړي.
هیڅوک او هیڅ شي نشي کولای, له مور سره پرتله کړو.
DrGulmohammadin Mohammadi

دقادر شرافت صیب دپاڼی نه

05/03/2018

داعصابو یو مشهور معالج وايي :
1 – کله چي دي داسي يو څوک ولېد چي ګړندۍ خبري کوي پوه شه چي شرمناک دی !
2 - څوک چي تر نېمه ورځ زيات خوب کوي پوه شه چي زيات دردېږي !
3 – څوک چي په ناڅه ډېر خاندي پوه شه چي غمجن او پرېشانه دی !
4 – څوک چي تل مسکا وينې پوه شه چي متواضع دی او زړه يې پاک دی !
5 – يو څوک چي تل درسره شخړه جوړوي پوه شه چي مينه درسره لري !!
6 – کله چي داسي يو څوک ووينې چي هيچاته ارزښت نه ورکوي پوه شه چي زيات دوکه شوی دی !
" حقیقت دی "
د يوه دکان په لوحه ددې په ځای چي "دلمانځه لپاره تړل شوی دی" ليکلي وو: "مونږ لمانزه ته لاړو ته هم پسي راځه" ،
" په څومره مثبت انداز کي حق ويل دي "........
کله چي يې وړه لورکۍ مړه شوه !!
په سترګو کي يې اوښکي راغلې او وې ويل :
په جنت کي به دروازه ور وټکوم او دا به يې را خلاصه کړي!!
" دمصېبت په وخت کي صبر دېته وايي ".......
مخکي لدې چي ديوچا غیبت وکړې، سترګي دي پټي کړه او داسې وانګېره چي په وېنو ککړه تازه اومه غوښه په خوله کي اړوې او په غاښونو يې ژويې، که دې سوچ خوند درکړ بیا دي سترګي خلاصي کړه او غیبت جاري وساته !!.......
دماشومتوب نه هېرېدونکیه خاطره !!
په کور کي به يوځای وېده وې ،
خو چي کله به راپاڅېدلې پخپل ځای کي به پروت وې ..
"اې ربه داسي يې وپالې لکه زه چې وړوکی پاللم".......
په روغتون کي !!
ښۍ خواته يو سړی دی چي د زوی د زېږتون سند يې په لاس کي دی ،
کېڼ لوري ته بل سړی دی چي دپلار د مړېني سند يې په لاس کي دی ..
" دا منظر د ژوند واټن درښيي ".......
يو ځوان وايي !!
کله چي هم په يوه پېغله تېرېږم ساه بندوم ،
ترڅو دهغې دعطرو بوی رانشي بیا به زناکاره وليکله شي
" دیانت او اخلاق همداسي وي ".......
چي کله هم داستغفار ويونکو قافله درباندي تېرېدله که دي غوښتل چي ملګری يې شې دا ووايه :
(أسْتَغْفِرُ اللهَ العَظِيمَ الَّذِي لاَ إلَهَ إلاَّ هُوَ، الحَيُّ القَيُّومُ، وَأتُوبُ إلَيهِ)
#کاپی

02/03/2018
خدایا!امیدم به توست، پس بی آنکه نامم را بپرسی و دفترهای دیروزم را ورق بزنی رحمتت را بر پدر و مادرم جاری ساز.            ...
02/03/2018

خدایا!
امیدم به توست، پس بی آنکه نامم را بپرسی و دفترهای دیروزم را ورق بزنی رحمتت را بر پدر و مادرم جاری ساز.
الهی آمین بنویسید دوستها لطفا.

05/07/2017
26/03/2017

Address

Shhidano Chowk
Kandahar
030

Telephone

0093706942231

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Rahmat electric ltd posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share