18/08/2026
🔋 Lead-Acid Battery تيزابي بيټری
ایا کله مو فکر کړی چې ، سولري سیستم یا UPS څنګه هغه وخت انرژي برابروي چې برق نه وي؟ د دې کار لپاره له ډېرو کارېدونکو وسیلو څخه یوه Lead-Acid Battery يا تيزابي بيټری ده.
په ساده ډول، بیټرۍ داسې وسیله ده چې برق ذخیره کوي او کله چې ورته ضرورت وي، بېرته یې استعمالوو. لکه څنګه چې موږ اوبه په ټانکی کې ذخیره کوو، همداسې بیټرۍ برېښنايي انرژي د ضرورت لپاره ساتي.
🔋 Lead-Acid Battery له څه شي جوړه ده؟
دا بیټرۍ د سرب (Lead)، ځانګړو کیمیاوي موادو او د تيزابو له محلول څخه جوړه شوې. د بیټرۍ دننه کیمیاوي تعاملات ترسره کېږي چې له امله یې برق تولیدېږي.
کله چې بیټرۍ له چارجر یا سولر سیستم څخه چارج کړو، انرژي په بیټرۍ کې ذخیره کېږي. کله چې بیا موبایل، څراغ، UPS، موټر یا بل وسیله برق ته اړتیا ولري، بیټرۍ خپله ذخیره شوې انرژي ورکوي.
🚗 چېري کارول کېږي؟
په ډېرو ځایونو کې کارول کېږي، لکه:
✅ د موټرو د انجن د چالانولو لپاره
✅ په سولري سیستمونو کې
✅ د UPS او Backup سیستمونو لپاره
✅ د اضطراري څراغونو لپاره
✅ په ځینو برقي او صنعتي وسایلو کې
⭐ ولې یې خلک کاروي؟
د دې بیټرۍ یوه مهمه ګټه دا ده چې نسبتاً ارزانه ده او په ډېرو ځایونو کې په اسانۍ پیدا کېږي. همدارنګه د لوړ جریان ورکولو توان لري، له همدې امله د موټرو او ups لپاره ډېره مشهوره ده.
⚠️ خو ځینې کمزورۍ هم لري!
نسبتاً درنه وي او که په ناسم ډول استعمال شي، عمر یې ژر کمېږي. مثلاً که بیټرۍ تل تر ډېره حده خالي شي، یا په نامناسب چارجر چارج شي، نو د خرابېدو امکان یې زیاتېږي.
ځینې ډولونه یې داسې دي چې د اوبو یا Maintenance اړتیا لري، خو ځینې نور ډولونه لکه AGM او Gel نسبتاً کمې ساتنې ته اړتیا لري.
💡 د بیټرۍ د اوږد عمر لپاره څه وکړو؟
د بیټرۍ لپاره تر ټولو مهمه خبره سمه پاملرنه ده. مناسب چارجړ استعمال کړئ، له بې ضرورته ډير خالي کېدو څخه یې وساتئ، سرونه يې پاک وساتئ او بیټرۍ له ډېري ګرميدو څخه وساتی.
🔌 یوه مهمه خبره:
هره بیټرۍ د هر سیستم لپاره مناسبه نه ده. د بیټرۍ د اخیستلو پر مهال باید د هغې ولټ امپير د استعمال ډول او د سیستم ضرورت په پام کې ونیول شي.
په لنډه توګه، تيزابي بيټری یوه داسې وسیله ده چې برق ذخیره کوي او د ضرورت پر وخت یې بېرته درکوي. که سمه بیټرۍ انتخاب او په سمه توګه وساتل شي، کولی شي د اوږدې مودې لپاره ښه کار وکړي.
🔋 کیفیت لرونکې Lead-Acid بیټرۍ غواړئ؟
د موټر، سولري سیستم او UPS لپاره د باور وړ بیټرۍ ته ضرورت لرئ؟
موږ درته د مناسب ظرفیت او ښه کیفیت Lead-Acid بیټرۍ برابروو.
✅ ښه کیفیت
✅ مناسب قیمت
✅ د بېلابېلو سیستمونو لپاره
📞 د معلوماتو او فرمایش لپاره زموږ سره اړیکه ونیسئ.
اړيکه:0701200205
آدرس: کندهار تجارتي مارکيټ کندهار افغانستان
خپله اړتیا راته ووایاست، مناسبه بیټرۍ به درته وټاکو. 🔋⚡
❤️ که دا معلومات درته ګټور وو، پوسټ Share کړئ چې نور ملګري مو هم د بیټرۍ په اړه معلومات ترلاسه کړي