12/05/2026
له درنو او قدرمنو مشرانو څخه په ډېر ادب او احترام هیله کوو، چې د پخوانیو مجاهدو او ددی نظام د مخلصو خدمتګارانو قدر او ستاینه لکه څنګه چې پخوا کېده، اوس هم هماغسې دوام ومومي.
قاري ساجد صاحب، چې کلونه یې د وطن او دی نظام په خدمت کې په اخلاص او صداقت تېر کړي، دا مهال پر کور دي. نوموړي د سختو حالاتو پر مهال خپل مسئولیت په ښه ډول ترسره کړی او د نظام لپاره یې ارزښتناک خدمتونه کړي دي.
هیله ده د نوموړي د اوږدو، صادقانه او وفادارو خدمتونو درناوی وشي، او د تجربې، وړتیا او سابقې مطابق ورته د خدمت مناسب فرصت برابر کړل شي.
په درنښت