23/06/2026
دلګښتونو تعقیب لپاره د50/30/20 نړیوال قانون
دا یو نړیوال فارمول دی چې زموږ عاید په دریو اساسي برخو ويشي.
اول 50فیصده بنسټیزې اړتیاوې: دکور کرایه،بریښنا بیل،خوراکی توکی درمل،او د اولادونو د ښوونځی فیس.دا هغه بنسټیزې اړتیاوې دی چې موږ باید ورته د خپلو ورځینو عاید 50فیصده برخه ورته جلا کړو.
دوهم 30فیصده شخصي غوښتنې او خوندونه.لکه میلمستیا،په بازار کې ډوډۍ خوړل ،له ملګرو سره چکر،نوي کالی او نور شیان.دا برخه که څه هم ډیره ضرور نده نو له دې امله یې فیصدی هم کمه ده.او که په دې برخه کې لږ کنټرول وشي نو زموږ سپما لپاره به زیات عاید پاتي شي.
دریم 20فیصده سپما او د پور خلاصول ،دا برخه باید یوازې د راتلوونکو پانګونو،اضطراری حالاتو او د پورونو خلاصولو لپاره وکارول شي.
یو عملی مثال: فرض کړئ زه د ورځې 1000افغانۍ عاید لرم ،نو 500افغانۍ د کور بنسټیزو اړتیاوو لپاره کاروم لکه څنګه چې پورته ذکر شول.
300افغانۍ یې د میلمستیا،چکر ،موبایل کارت ،جامو او نورو شیانو لپاره کاروم.
او 200 افغانۍ د سپما صندوق ته اچووم.
ایا تاسې له دې فرمول سره موافق یاست؟