د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خوني ریاست - Hcci

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خوني ریاست - Hcci Helmand Chamber of Commerce & Investment

د سوداګرو اتحادیو د مسوولینو او د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې ترمنځ ناسته ترسره شوه.یکشنبه، د زمري ۱۸مه، ۱۴۰۵د هلمند...
09/08/2026

د سوداګرو اتحادیو د مسوولینو او د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې ترمنځ ناسته ترسره شوه.

یکشنبه، د زمري ۱۸مه، ۱۴۰۵

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د سوداګرو بېلابېلو اتحادیو د مسوولانو ترمنځ د سوداګريزو ستونزو د شریکولو، د چارو لا ښه تنظیم او د همغږۍ پیاوړتیا په موخه ناسته وشوه.

په یاده ناسته کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست رئیس حاجي احمدشاه سیال، لومړۍ مرستیال، د شخړو د حل کمېسیون رئیس او د مدیره پلاوي پر غړو سربېره د سوداګرو بېلابېلو اتحادیو مسوولینو هم ګډون کړی و، چې پکې د شورمانو اتحادیې رئیس، د معاملاتو لارښوونې اتحادیې رئیس، د تېلو پلورونکو اتحادیې رئیس، د طبی درملو د کاروباريانو اتحادیې رئیس، د چرګانو روزونکو اتحادیې رئیس، د ټوکر کاروباريانو اتحادیې رئیس، د سبزيو کاروباريانو اتحادیې رئیس او د صرافانو اتحادیې مسوولین شامل وو.

د ناستې په جریان کي د سوداګرو او اتحادیو مسوولینو له لوري د خپلو کاري برخو اړوند ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شریک شول. ګډونوالو د سوداګریزو چارو د ښه تنظیم، د سوداګرو ترمنځ د همغږۍ، د شته ستونزو د حل او د سوداګرۍ د لا پراختیا په اړه خپل نظرونه څرګند کړل.

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه د سوداګرو او اتحادیو د مسوولینو خبري او وړاندیزونه واورېدل او د شته ستونزو د حل لپاره یې د لازمې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ. همدارنګه پر دې ټینګار وشو، چې د سوداګرۍ خونې او د سوداګرو اتحادیو ترمنځ دوامداره اړیکي او ګډ کار کولای شي د سوداګرو ستونزې په ښه توګه حل او د کاروبارونو د ودې لپاره یې زمینه برابره کړي.

په پای کي ګډونوالو د ورته ناستو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د سوداګرو د ستونزو حل او د سوداګریزو چارو د لا ښه والي لپاره به د اړوندو ادارو او اتحادیو ترمنځ ګډې هڅي دوام وکړي.

ازبکستان ته د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې د استازو رسمي سفر.دوشنبه‌، د زمري ۵ مه، ۱۴۰۵د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خ...
27/07/2026

ازبکستان ته د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې د استازو رسمي سفر.

دوشنبه‌، د زمري ۵ مه، ۱۴۰۵

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړو حاجي نسیم عزیزی او حاجي احمد جان احمدي د هلمند ولایت له دوو تنو سوداګرو حاجي محمد حلیم امیني او حاجي یحییٰ خان اسحاقزی سره یوځای د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د صادراتو د کمیټې رئیس او د هېواد د څه باندې سلو تنو سوداګرو او پانګوالو سره د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته سفر وکړ.

د سفر په لړ کې یاد پلاوی د ازبکستان د سیردریا ولایت له والي، سیمه‌ییزو چارواکو، سوداګرو او پانګوالو سره لیدنې او ګډې ناستې ترسره کړي. په دغو ناستو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، د ګډو پانګونو د پیاوړتیا، د خصوصي سکټور د همکاریو او د سوداګریزو فرصتونو د رامنځته کولو پر لارو چارو خبرې وشوي او د سیردریا ولایت د تولیدي فابریکو، صنعتي مرکزونو او د پانګونې برخې پروژې له نږدې ولیدل شوي.

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونه هیله لري، چې دغه سفر به د هلمند د سوداګرو او پانګوالو لپاره د نویو بازارونو د موندلو، د صادراتو د پراختیا، د سوداګریزو اړیکو د ټینګښت او د ګډو پانګونو د جذب په برخه کې ګټورې او اغېزناکې پایلې ولري.

درنښت
د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونه

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د کرنیزې پرمختیا صندوق (ADF) ترمنځ د مشارکت اسلامي مالي تمويل او همکاریو په اړه ګډه...
30/06/2026

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د کرنیزې پرمختیا صندوق (ADF) ترمنځ د مشارکت اسلامي مالي تمويل او همکاریو په اړه ګډه ناسته ترسره شوه

ورځ دوشنبه، چنګاښ ۸مه، ۱۴۰۵

د هلمند ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سرپرست رئیس، ښاغلي حاجي احمد شاه سیال، په مشرۍ د کرنیزې پرمختیا صندوق (ADF) د جنوب لوېدیځ زون د ساحوي دفتر له مسئول، ښاغلي احمد ضیاء پوپل او مل پلاوي سره د مشارکت اسلامي تمویل د شرایطو، د مشارکت د محصولاتو د ځانګړتیاوو او د راتلونکو همکاریو د پرمختيا په موخه یوه مهمه ګډه ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د صادراتو د کمېټې عمومي رئیس ښاغلي حاجي غلام یحیی پښتون، د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې تجارتي مرستیال ښاغلي حاجي روح الله بارک، د شخړو او منازعاتو د حل کمېسیون مشر ښاغلي حاجي آغا محمد پوپل، د خونې د رهبرۍ غړي ښاغلي حاجي راز محمد بارک او ښاغلي حاجي عبدالقدیر پوپل، د هلمند د صرافانو د اتحادیې مرستیال ښاغلي حاجي محمد آصف نوراني او د خصوصي سکټور یو شمېر نورو استازو هم ګډون کړی و.

غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.

ورپسې د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیه مدیر قدرت الله توخي د غونډې د ګډونوالو معرفي وړاندې کړه او د ناستې موخې یې روښانه کړې.
وروسته د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست رئیس، ښاغلي حاجي احمد شاه سیال، راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست تر ویلو وروسته د کرنیزې پرمختيا صندوق (ADF) د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې. نوموړي وویل چې کرنه د افغانستان د اقتصاد مهم بنسټ دی او د کرنیزو پروژو تمویل، د بزګرانو ملاتړ، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بازارموندنې پرمختيا د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اساسي اړتیا ده. هغه زیاته کړه چې د سوداګرۍ او پانګونې خونه ژمنه ده څو د کرنیزې پرمختيا صندوق (ADF) سره د متقابلې همکارۍ له لارې د پانګونې، تولید، صادراتو او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
ورپسې د کرنیزې پرمختيا صندوق (ADF) د جنوب لوېدیځ زون ساحوي دفتر مسؤل، ښاغلي احمد ضیاء پوپل، ګډونوالو ته د صندوق د اسلامي مشارکت مالي تمویل شرایط، د مشارکت مالي محصولات، د اسلامي تمویل میکانیزم او د خصوصي سکټور لپاره شته فرصتونه په تفصیل سره تشریح کړل. نوموړي څرګنده کړه چې د کرنیزې پرمختيا صندوق (ADF) اساسي موخه د کرنیزو پانګونو زیاتول، د کرنیزو تولیداتو معیاري کول، د کرنیزو ارزښت، ‌زنځیرونو پیاوړي کول، او د بزګرانو او پانګوالو ترمنځ د باور او همکارۍ پراختیا ده.
هغه زیاته کړه چې د کرنیزې پرمختيا صندوق (ADF) چمتو دی د سوداګرۍ او پانګونې خونې سره په ګډه د هلمند ولایت او د جنوب لوېدیځ زون د کرنیزو تولیداتو د ودې، پروسس او صادراتو د پراختیا لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.
له هغه وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د صادراتو د کمېټې عمومي رئیس، ښاغلي حاجي غلام یحیی پښتون، د صادراتو د پرمختيا، د نړیوالو بازارونو د موندنې، د تولیداتو د کیفیت د لوړولو او د معیاري بسته ‌بندۍ پر اهمیت خبرې وکړې. نوموړي وویل چې هلمند د لوړ کیفیت لرونکو کرنیزو محصولاتو د تولید ستر ظرفیت لري او که د کرنیزې پرمختيا صندوق (ADF)، سوداګرۍ خونه او خصوصي سکټور په ګډه همغږي رامنځته کړي، نو د ولایت کرنیز محصولات به نړیوالو بازارونو ته په ښه کیفیت او لوړه کچه صادر شي. هغه د صادراتو پر وړاندې د شته ستونزو د حل، د سوداګرو ملاتړ او د صادراتي فرصتونو د پرمختيا په برخه کې د دوامدارو همکاریو ډاډ هم څرګند کړ.
همدارنګه د شخړو او منازعاتو د حل کمېسیون مشر، ښاغلي حاجي آغا محمد پوپل، د پانګوالو ترمنځ د اعتماد د رامنځته کولو، د سوداګریزو شخړو د سوله ‌ییز حل او د سالم سوداګریز چاپېریال پراهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې د سوداګرۍ د ودې لپاره حقوقي ډاډ او متقابل باور اساسي ارزښت لري.

ورپسې د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبرۍ غړي، ښاغلي حاجي راز محمد بارک، د کرنیزو تولیداتو د ارزښت لوړولو، د خصوصي سکټور د ملاتړ او د کرنیزو پانګونو د پرمختيا په اړه خپل نظریات وړاندې کړل او د کرنیزې پرمختيا صندوق (ADF) له مسئولینو یې وغوښتل چې د هلمند د بزګرانو او پانګوالو لپاره د اسلامي تمویل او تخنیکي همکاریو زمینه لا پراخه کړي.
د غونډې په پای کې دواړو لورو د دوامدارو همکاریو، ګډو برنامو، د کرنیزو پانګونو د پرمختيا، د تولیداتو د کیفیت لوړولو، د صادراتو د زیاتوالي او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په موخه د ګډ کار پر دوام ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د هېواد د اقتصادي ودې، د کرنیز سکټور د پرمختګ او د سوداګرۍ د پرمختيا لپاره به خپلې همغږۍ او ګډې هڅې لا پیاوړې کړي.

درنښت
د هلمند ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونی ریاست.

په هلمند کې د مالیاتي ستونزو د حل په موخه ګډه ناسته ترسره سوهدوشنبه، چنګاښ ۱، ۱۴۰۵د هلمند په سوداګرۍ او پانګونې خونې کې ...
22/06/2026

په هلمند کې د مالیاتي ستونزو د حل په موخه ګډه ناسته ترسره سوه

دوشنبه، چنګاښ ۱، ۱۴۰۵

د هلمند په سوداګرۍ او پانګونې خونې کې د مالیې وزارت پلاوي او د هلمند مستوفي د خونې له تجارتي مرستیال حاجي روح‌ الله بارک سره د سوداګرو د مالیاتي ستونزو په اړه ناسته وکړه.

په دې ناسته کي د تېلو، خوراکي توکو، د معالاتو د لارښونو، زرګرو او یو شمېر نورو اتحادیو مسؤلینو هم ګډون کړی وو. د اتحادیو استازو د مالیاتو په برخه کې خپلي ستونزي، غوښتنې او وړاندیزونه له راغلي پلاوي سره شریک کړل.

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې تجارتي مرستیال حاجي روح‌ الله بارک د خپلو خبرو پر مهال د سوداګرو د ستونزو حل مهم وباله او ټینګار یې وکړ، چې د مالیاتي چارو په برخه کې دې سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړای شي او شته ستونزې دې د تفاهم او همغږۍ له مخې حل کړای شي.

د مالیې وزارت پلاوي او د هلمند مستوفي د اتحادیو د مسؤلینو خبرې واورېدې او ژمنه یې وکړه، چې ورته وړاندې شوې ستونزې به له اړوندو مراجعو سره شریکوي او د حل لپاره به یې لازم ګامونه اخلي.

په پای کې ګډونوالو دا ډول ناستي د دولتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ، شفافیت او د سوداګرو د ستونزو حل
لپاره ګټورې وبللې.

درنښت
د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونه

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست رئیس په بیرجند ښار کې په اقتصادي ناسته کې ګډون وکړ.چهار‌شنبه، غبرګولي ۲۷مه، ۱۴۰...
17/06/2026

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست رئیس په بیرجند ښار کې په اقتصادي ناسته کې ګډون وکړ.

چهار‌شنبه، غبرګولي ۲۷مه، ۱۴۰۵

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست رئیس حاجي احمد شاه وصال د هلمند ولایت د والي مرستیال الحاج مولوي رحیم الله محمود صاحب په ملتیا د یوه رسمي پلاوي په ترکیب کې د ایران اسلامي جمهوریت د سویلي خراسان ولایت مرکز بیرجند ښار کې د بیرجند د سوداګرۍ، صنایع، معادن او کرنې خونې له مسؤلینو سره په یوه اقتصادي ناسته کې ګډون وکړ.

په یاده ناسته کې د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست رئیس حاجي احمد شاه وصال، د هلمند ولایت د والي مرستیال الحاج مولوي رحیم الله محمود صاحب، افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د صادراتو کمېټې رئیس الحاج غلام یحییٰ پښتون، د بیرجند مرستیال والي، د بهرنیو چارو وزارت استازو، د هلمند خونې استازو، د هلمند د اقتصاد، عامې روغتیا، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، کانونو او نورو اړوندو ادارو رئیسانو او د دواړو لورو نورو مسؤلینو هم ول.

د یادولو وړ ده چې د هلمند او سویلي خراسان ولایت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو، د پانګونې د فرصتونو، د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې، ټرانزیټي همکاریو او د سوداګرو د ستونزو د حل په اړه خبرې وشوي.

الحاج غلام یحییٰ پښتون د هلمند سوداګریز ظرفیتونه، صادراتي فرصتونه او د خصوصي سکټور ستونزې له ایراني لوري سره شریکې کړې او د دواړو لورو ترمنځ یې د عملي اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونه هیله لري چې دا ډول اقتصادي ناستې به د هلمند ولایت د سوداګرۍ، پانګونې، صادراتو او خصوصي سکټور د ودې لپاره ګټورې پایلې ولري.

درنښت
د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونه

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست رئیس د یوه رسمي پلاوي په ترکیب کې د ایران اسلامي جمهوریت ته سفر وکړ.سې‌شنبه، د ...
16/06/2026

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست رئیس د یوه رسمي پلاوي په ترکیب کې د ایران اسلامي جمهوریت ته سفر وکړ.

سې‌شنبه، د غبرګولي ۲۶مه، ۱۴۰۵

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست رئیس حاجي احمد شاه وصال، د خونې د صادراتو کمېټې رئيس او استازي د هلمند د والي مرستیال الحاج مولوي رحیم الله محمود صاحب په مشرۍ د یوه رسمي پلاوي په ترکيب کې د رسمي بلنې له مخې د ایران اسلامي جمهوریت د جنوبي خراسان ولایت مرکز بیرجند ښار ته پر درې ورځني سفر لاړل.

په دې پلاوي کې د هلمند د اقتصاد، عامي روغتیا، کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ رئیسان، د کانونو او صنایع خونې رئیس او نور اړوند مسؤلین هم شامل دي.

په دې سفر کې به د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټولنیزو همکاریو د پراختیا، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو په اړه خبري وشي.

د سفر په ترڅ کې به حاجي احمد شاه وصال د هلمند سوداګرو، صنعت‌کارانو او خصوصي سکټور ستونزې او وړاندیزونه له اړوندو لورو سره شریک کړي.

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونه هیله لري، چې دغه سفر به د هلمند سوداګرۍ، په کې د پانګونې او ترې د توکو صادراتو په برخه کې ګټورې پایلې ولري.

درنښت
د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونه

د لوی اختر په مناسبت د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مبارکۍ پیغام!درنښتد هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونه
26/05/2026

د لوی اختر په مناسبت د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مبارکۍ پیغام!

درنښت
د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونه

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې په کوربتوب د ټرانسپورټ وزارت له لوړپوړي پلاوي سره ګډه ناسته ترسره شوه.سه شنبه، غویي ۲۲...
12/05/2026

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې په کوربتوب د ټرانسپورټ وزارت له لوړپوړي پلاوي سره ګډه ناسته ترسره شوه.

سه شنبه، غویي ۲۲مه، ۱۴۰۵

په دې ناسته کې، چې د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري جوړه شوې وه، د ټرانسپورټ وزارت لوړپوړي پلاوي د عمومي ترانسپورټ رئیس، ښاغلي مولوي عبدالغفار فاروق په مشرۍ ګډون کړی و. همدارنګه د هلمند ولایت د ټرانسپورټ رئیس، ښاغلي حکمت الله سبحاني آغا، د قوانینو او عوایدو رئیس، ښاغلي یار محمد رمضان او د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سوداګریزو شخړو د حل کمېسیون رئیس، ښاغلي حاجي آغا محمد پوپل هم په دې غونډه کې شتون درلود.

په دې ناسته کې د ټرانسپورټي چارو د لا ښه تنظیم، د سوداګرو ستونزو ته د رسېدنې، د قوانینو او عوایدو د پلي کولو او د سوداګرۍ لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه مهم بحثونه او د نظرونو تبادله ترسره شوه. ګډونوالو د خصوصي سکټور او اړوندو دولتي ادارو ترمنځ همغږي د اقتصادي ودې او سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره مهمه وبلله.

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسئولینو د یاد پلاوي راتګ ارزښتناک وباله او ډاډ یې ورکړ چې د سوداګرو د ستونزو د حل، د ټرانسپورټي خدمتونو د ښه والي او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره به خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.

درنښت
د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونه

د ایران اسلامي جمهوریت د کندهار سرکونسل او ورسره مل پلاوي هلمند ولایت ته سفر وکړد ایران اسلامي جمهوریت د کندهار سرکونسل،...
30/04/2026

د ایران اسلامي جمهوریت د کندهار سرکونسل او ورسره مل پلاوي هلمند ولایت ته سفر وکړ

د ایران اسلامي جمهوریت د کندهار سرکونسل، ښاغلي محمدرضا نفر، د سیاسي چارو مسئول، ښاغلي نوروزي او د یادې کونسلګرۍ کونسل، ښاغلي جابر شاکرنسب د یو رسمي سفر په
ترڅ کې هلمند ولایت ته سفر وکړ.
یاد پلاوی د هلمند له والي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د صادراتو کمېټې له رئیس او د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه او مدیره پلاوي سره په رسمي ناسته کې ګډون وکړ. په دې لیدنه کې د هلمند یو شمېر سوداګرو، صنعتکارانو او د خصوصي سکټور استازو هم شتون درلود.
په یاده ناسته کې د هلمند ولایت او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د اقتصادي او صنعتي همکاریو د پراختیا، د پانګونې د فرصتونو، د خصوصي سکټور د ملاتړ او د ګډو همکاریو د لا پراختیا په اړه خبرې وشوې.
همدارنګه، د ایران اسلامي جمهوریت سرکونسل او مل پلاوي د هلمند له یو شمېر تولیدي فابریکو او صنعتي مرکزونو څخه لیدنه وکړه او د هلمند د تولیدي ظرفیتونو، صنعتي فعالیتونو او د صنعتکارانو له هڅو او امکاناتو څخه یې بشپړ معلومات ترلاسه کړل.
د سفر په پای کې یاد پلاوی د هلمند د ځایي مسئولینو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسئولینو، سوداګرو او صنعتکارانو له لوري په ځانګړو ډالیو ونازول سوه او د دواړو لورو ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او صنعتي همکاریو د لا پیاوړتیا هیله
څرګنده سوه.

نېټه:- ۱۴۰۵/۰۲/۰۹ هـ ش
د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونه

د افغانستان او ازبیکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریزې اړیکې ناسته په سرخان‌دریا ولایت کې جوړه شوهچهار‌شنبه، غویي نهمه...
29/04/2026

د افغانستان او ازبیکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریزې اړیکې ناسته په سرخان‌دریا ولایت کې جوړه شوه

چهار‌شنبه، غویي نهمه، ۱۴۰۵

د افغانستان او ازبیکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریزې اړیکې ناسته د ازبیکستان د سرخان‌دریا ولایت کې ترسره شوه، چې پکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال، ښاغلي الحاج آرین ذلګي عظیمي او ورسره مل سوداګرو ګډون وکړ.

ښاغلي عظیمي د سرخان‌دریا ولایت د والي له تود هرکلي او مېلمه پالنې څخه مننه وکړه او د دا ډول ناستو رول یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم وباله او زیاته یې کړه چې دا ډول ناستې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د دوامدارو همکاریو د پراختیا لپاره لاره برابروي. نوموړي وړاندیز وکړ چې د افغانستان د تازه مېوو د موسم په رارسېدو سره دې ازبیکستان ته د دغو محصولاتو د صادرولو لپاره او همدارنګه د منځنۍ آسیا نورو هېوادونو ته د ټرانزیټ په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

د ازبیکستان د سرخان‌دریا ولایت والي، ښاغلي اولوغ‌بیک قاسم‌اوف، له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې د خپل ولایت د بشپړې همکارۍ او چمتووالي ډاډ ورکړ او د دې ولایت اقتصادي ظرفیتونو ته یې اشاره وکړه، چې پکې د غنمو او درملو تولید شامل دي، او همدارنګه یې د ډبرو سکرو او پنبې په برخو کې د اړتیاوو یادونه وکړه.

په دې سوداګریزه ناسته کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د وچې مېوې، غنمو، خوراکي توکو، البسې او درملو په برخو کې د څه باندې ۱۶ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۶ سوداګریز تړون لیکونه لاسلیک شول.

Address

Helmand
Lashkar Gah
3902

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 16:00
Saturday 08:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 16:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خوني ریاست - Hcci posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share