06/09/2026
د یو شمېر افغان فرهنګیانو ګډه اعلامیه
۲۰۲۶ د سپتمبرشپږمه
په خواشینۍ چې په روستیو ورځو کې د یوشمېر افرادو له خوا په ټولیزو رسنیو کې د افغانستان د ژبو او نورو ملي مسایلو په اړه خورا پاروونکې، ناعلمي، متخاصمانه او د ملي یووالي پرخلاف څرګندونې کیږي او دا اندېښنه یې رامنځته کړې، چې دغسې ناسم دریځونه به بېلابېلو ستونزو او ناورینونو ځپلی افغان ولس لا پسې وځوروي.
موږ یو شمېر لیکوال او د افغانستان د ملي فرهنګ خدمتګاران په دې اړه لاندې مراتب اعلانوو:
• د افغانستان ټولې ژبې زموږ د ملي فرهنګ ارزښتمنې برخې دي، چې حقیقي ځای او دریځ یې د افغانستان په اساسي قانون کې تسجیلیږي.
• د افغانستان ژبنی، ادبي او په لوی سرکې فرهنګي تنوع زموږ ګډ، بډای معنوي میراث دی، چې نهښايي د بېلتون او تقابل لپاره، بلکې باید د ملي یووالي او پیوستون لپاره زموږ د راټولېدو محور وګرځي.
• موږ چې په اوسنیو شرایطو کې له ګڼو ستونزو او بحرانونو سره لاس و ګریوان یو، باید په خپل فرهنګ او ګډه تاریخي حافظه کې له ستونزو څخه د راوتلو پر معقولو او علمي لارو چارو فکر وکړو او نهښايي په بېمانا و نامنطقي شخړو واټنونه زیات کړو.
• له ټولو فرهنګي شخصیتونو، لیکوالو، ځوانانو، رسنوالو او په ټولیزو رسنیو کې فعالو افغانانو څخه په جدیت هیله کوو، چې دغو خوابدوونکیو او ناعلمي شخړو ته د پای ټکی کېږدي او تر دې زیات د افغانانو ملي یووالی زیانمن نهکړي.
• زموږ په باور له خپلې مورنۍ ژبې سره ریښتینې مینه دا ده، چې په علمي او فرهنګي هڅو یې پیاوړې کړو، نه دا چې د نورو ژبو او فرهنګونو په وړاندې یې د جګړې په وسله و وسیله بدله کړو. ژبې د متونو په پنځونه، څېړنه، ژباړه او علمي زیاتونه بډاییږي، نه په تشو ستاینو او ویاړنو. هرکله چې د خپلې ژبې د ګرانښت دعوه کوو، تر هرڅه وړاندې باید له ځانه وپوښتنو چې موږ خپلې ژبې ته څه ورکولای شو؟ څومره یې علمي کولای شو؟ څومره متون تخلیقولای او څومره یې له نړیوالو فرهنګونو سره د راژباړې او ورژباړې په پلونو نړیواله کولای شو؟
تردې ورهاخوا، په دې ورځو کې یوه بل ناسالم بحث د ګړدودونو، سیمهییزو لهجو، معیاري ژبې او واحد لیکدود پر سر راپورته شوې لانجې دي، چې بیا هم له بده مرغه د یوشمېر سرسري، ناعلمي او بېځایه ناندریو لامل ګرځېدلي دي.
په دې اړه زموږ قاطع او پرېکنده نظر دا دی، چې لهجوي تنوع د یوې ژبې د غنا نښه ده او زموږ ژبې له خپلو ټولو رنګارنګیو سره ښکلې او خوږې دي. زموږ په ژبو کې ګړدودي توپیر هيڅکله دومره نهدی چې ټول ویونکي یې پرې ونهپوهیږي. که یې بهرنیانو ته په ورزدکړه کې څه وړې ستونزې وي، هم د حلکولو او معیاري میتودونو د وضعکولو ځایونه یې علمي او اکاډمیک مراجع دي، نه اشخاص.
په دې اړه علمي اجماع هم ملي ثبات او هراړخیزې مساعدې زمینې ته اړتیا لري او اوس یې وخت نهدی.
افغانستان همدا اوس د خپلو خلکو د انساني ژوند د شرایطو ښه والي ته اړتیا لري او ټول باید د یوه واحد ملت په توګه له هغو ستونزو څخه د وتلو هڅه وکړو، چې زموږ ګډ ملي ژوند ګواښي.
په پای کې پر ټولو هغو مخلصو لیکوالو او د نظرخاوندانو غږ کوو، چې له وطن، ولس او ملي فرهنګ سره د مینې او درناوي په خاطر د همدې اعلامیې تر لوستلو روسته له هر راز وحدت ماتوونکي او زړهبدوونکي نظر څرګندولو څخه ډډه وکړي او له روان وضعیت څخه د ولس د ژغورنې لپاره فرهنګي هڅو ته ملا وتړي.
په درناوي
استاد حبیب الله رفیع
سرمحقق زلمی هېوادمل
عبدالباري جهاني
استاد محمد آصف صمیم
دکتور زرین انځور
پوهاند محمد بشیر دودیال
پوهاند بریالی باجوړی
پیرمحمد کاروان
دکتور عبدالغفور لېوال
پوهاند لعل پاچا ازمون