26/08/2026
مشتری یا پیرویدونکی زموږ او ستاسې د کاروبار یوه جدی اړتیا ده،خو ځینې کاروباریان چې زه بازار کې ګورم ،حداقل مشتری ته د انسان په نظر هم نه ګوري.که څه هم دا خبره تکراری ده خو باید ووایم چې مشتری دکاروبار هغه اړتیا ده چې په نشتون یې کاروبار فلج دی یا په نیشت یې اصلا کاروبار کاروبار نشو بللی، او دمشتری او کاروبار اړیکه دومره نږدې ده لکه د ونې او ریښې اړیکه،که د ونې ریښې پرې یا وچې شي نور نو هغه ونه، نه بلکې یو وچ لرګی بللی شو.که څه هم په افغانستان کې له مشتری سره د ښه چلند رواج، مراوج کول به وخت ونیسي خو په عملی کولو سره یې دا وخت لنډولی شو.
خو دلته یوه بله خبره هم راپورته کیږی چې زموږ اکثره کاروباریان یې وایی، چې هر څه چې نصیب او قسمت وي درته رسیږي؟؟؟
په دې اړه ستاسې تجربه او نظر ډیر مهم دي