KHAN BABA

KHAN BABA أَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ

میں شیطان مردود سے اللہ کی پناہ مانگتاہوں۔

د  #هلکانو محبت، د  #شیطان جال !سلف الصالحينو ويلي دي : کله چې يو انسان د الله تعالی د رحمت له نظر څخه غائب شي؛ نو د هلک...
29/08/2026

د #هلکانو محبت، د #شیطان جال !

سلف الصالحينو ويلي دي : کله چې يو انسان د الله تعالی د رحمت له نظر څخه غائب شي؛ نو د هلکانو په محبت کې یې ګرفتار کړي.
(ذم اللواط للآجري صـ ۸۸۸)

په یو بل روایت کې راغلي؛
د سړي لپاره مناسبه نه ده چې د أمرد (بې ږیرې هلک) سره تنها کښېني، ځکه د دۀ شخصيت او عزت ته داسې زيان رسوي، لکه څنګه چې زنا د چا شخصيت ته زيان او تاوان رسوي.
(ذم اللواط للآجري ۸۸۵)

په یو بل روایت کې راغلي:
امام احمد بن حنبل "رح" ته حسن بن البزار "رح" راغی او د دۀ سره يو هلک وو چې ډېر ښايسته وو، نو امام احمد بن حنبل رحمه الله ورته وويل: ای ابا علي! په لارو کوڅو کې دغه هلک مه درسره ګرځوه!
حسن بن البزار ورته وويل: (دا څه بېګانه نه دی بلکې) دا مې د خور زوی دی.
امام ورته وويل: که د خور زوی دې هم وي، بیا یې هم مه ګرځوه، ځکه ستا په اړه خلک بیا غلط ګمان کوي، نو خلک هم مه ګناهګاره کوه!
(ذم الهوی صـ ۱۱۲)

د ښایسته او بې ږیرې هلک سره روغبړ کول هم تاواني دي!

ابن سواک وايي: مونږ د ابی نصر بشر بن الحارث سره ناست وو چې یوه ډېره ښایسته انجلۍ راغله او د یو ځای پوښتنه یې وکړه چې، فلان ځای چېرته دی؟ بشر بن الحارث هغې ته ځای ور وښود، بیا يو ډېر ښایسته هلک راغی چې د هماغه ځای پوښتنه یې وکړه، د کوم ځای پوښتنه چې انجلۍ کړې وه. خو بشر بن الحارث هلک ته بېخي پورته نه ورکتل او نه یې ځای ور وښود، هلک بیا ځل خپله پوښتنه تکرار کړه، خو بشر بن الحارث هماغسې چوپ پاتې وو او ښکته یې کتل.
ابن سماک وايي: هلک ته موږ ځای ور وښود، کله چې هلک لاړ؛ نو موږ بشر بن الحارث ته وویل: انجلۍ ته دې ځای ور وښود او هلک ته نه، دا ولې؟!
بشر بن الحارث وویل: ما د سفیان الثوري رحمه الله څخه اورېدلي دي چې ویل یې د انجلۍ سره یو شیطان وي او د هلک سره دوه شیطانان وي؛ نو زه په خپل نفس له شیطانانو څخه و وېرېدم چې هسې نه په فتنه کې مې واقع کړي.
(ذم اللواط صـ ۸۸۷)

نن سبا دا فتنه زموږ په ټولنه کې ډېره عامه شوې ده، الله جل جلاله دې زموږ حفاظت وکړي. آمین

28/08/2026
یو هلک ډیر بد اخلاقه وو په هر شي به غصه کیده او کورکی به یې جنګ جوړاوه نو پلار یې یو کیلو میخونه راوړل او زوی ته یې وویل...
28/08/2026

یو هلک ډیر بد اخلاقه وو په هر شي به غصه کیده او کورکی به یې جنګ جوړاوه نو پلار یې یو کیلو میخونه راوړل او زوی ته یې وویل!هر وخت چي په قهر شوې ـــــ
نو یو دانه مېخ په دېوال کي ټک وهه په اوله ورځ یې اووه دیرش میخه ټک وهل یوه هفته وروسته هلک ستړی شو پلار ته یې وویل !بابا زه نوره غصه نه کوم پلار یې ورته وویل
چي په هر وار غصه کنټرولولو سره بیرته یو مېخ د دېوال څخه راوباسه هلک هم مېخونه ډېر زر را وایستل پلار هلک تر لاس ونیوه
او دېوال ته یې راوسته
او ورته ویې ویل
زویه ......
ستا غصه خو ختمه شوه مګر دېوال همغسي سوری سوری او بدخونده پاتی دی
عبرت,,,که چیري د یو چا زړه آزار کړې او بیا زر ځله ترې بخښه وغواړې د هغه انسان زړه به داسي وي لکه دا دیوال ...!!!

رسول الله ﷺ فرمایلی دیپه جمعه کې یو ساعت داسې دی چې بنده پکې دعا وکړي، اللهﷻ به یې قبوله کړي• (بخاري: 935، مسلم: 852)
24/07/2026

رسول الله ﷺ فرمایلی دی
په جمعه کې یو ساعت داسې دی چې بنده پکې دعا وکړي، اللهﷻ به یې قبوله کړي• (بخاري: 935، مسلم: 852)

*که غواړې چې اولاد دي صالح شي*که ته له خپل اولاد څخه خوشاله نه یې، ستا خبره نه مني، د اولاد د راتلونکي په اړه اندېښمن یې...
10/05/2026

*که غواړې چې اولاد دي صالح شي*

که ته له خپل اولاد څخه خوشاله نه یې، ستا خبره نه مني، د اولاد د راتلونکي په اړه اندېښمن یې، هغوی وخت ضايع کوي، بې هدفه ژوند تېروي او په غلطه لاره روان وي، نو دا يوه حللاره او د قرآنکريم عجیب راز دی، هره ورځ د اولاد د اصلاح په نيت دغه آیت درې ځله وایه، تر څو په لنډ وخت کې په اولاد کې ددې تأثیر ووینې.

*رَبّ أَوْزِعْنِىٓ أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِىٓ أَنْعَمْتَ عَلَىَّ وَعَلٰى وٰلِدَىَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صٰلِحًا تَرْضٰىهُ* *وَأَصْلِحْ لِى فِى ذُرِّيَّتِىٓ ۖ إِنِّى تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّى مِنَ الْمُسْلِمِينَ.*
[سُوۡرَةُ الاٴحقاف : 15]

او بیا لاس پورته کړه او دغه دعا ووایه:

*اللَّهُمَّ اجْعَلْ أَوْلَادِي هُدَاةً مُهْتَدِينَ،*
*لَا ضَالِّينَ وَلَا مُضِلِّينَ.*
*اللَّهُمَّ ارْزُقْهُمْ بِرَّ الْوَالِدَيْنِ،*
*وَحُسْنَ الْخُلُقِ وَالدِّينِ.*
*اللَّهُمَّ اصْرِفْ عَنْهُمْ رِفْقَةَ السُّوءِ،*
*وَافْتَحْ لَهُمْ أَبْوَابَ الْعِلْمِ وَالنُّورِ.*
*وَأَفْرِحْنِي بِصَلَاحِهِمْ،*
*كَمَا فَرِحَ يَعْقُوبُ بِيُوسُفَ.*
*وَاجْعَلْهُمْ مِنْ عِبَادِكَ الصَّالِحِينَ،*
*الَّذِينَ تُحِبُّهُمْ وَتُحَبِّبُهُمْ إِلَى* *الْمُسْلِمِينَ.*
*يَا خَالِقِي، يَا أَرْحَمَ الرَّاحِمِينَ.*

*۔  ورځنی حديث شريف 413**ابوهريره رضي الله عنه وایي، رسول الله ﷺ وفرمایل**مرګ هیڅکله مه غواړئ، ځکه که تاسو نېک یاست، نو ...
06/05/2026

*۔ ورځنی حديث شريف 413*
*ابوهريره رضي الله عنه وایي، رسول الله ﷺ وفرمایل*
*مرګ هیڅکله مه غواړئ، ځکه که تاسو نېک یاست، نو ښایي نورې نېکۍ ترسره کړئ، او که بد یاست، نو ښایي توبه وکړئ او الله تعالی به تاسو ته مغفرت وکړي.*
*صحيح البخاري 6347*
*صحيح مسلم 2999*

یوه سړي له ( #محمدﷺ) څخه پوښتنې وکړې او هغه صل الله علیه وسلم داسی ځوابونه ورکړل:پوښتنه :      غواړم چې بډای شم ؟ځــواب ...
20/04/2026

یوه سړي له ( #محمدﷺ) څخه پوښتنې وکړې او هغه صل الله علیه وسلم داسی ځوابونه ورکړل:
پوښتنه : غواړم چې بډای شم ؟
ځــواب : قناعت غوره کړه بډای به شی.

پوښتنه : غواړم چې لوی عالم شم ؟
ځــواب : تقوی او پرهیزګارې غوره کړه عالم به شی.

پوښتنه : غواړم چې عزتمن شم ؟
ځــواب : خلکوته لاس مه نیسه عزتمن به شی.

پوښتنه : غواړم چې لوی سړی شم ؟
ځــواب : له خلکو سره مرسته کوه.

پوښتنه : غواړم چې عادل شم ؟
ځــواب : چې ځان ته یې خوښوی نوروته یې هم خوښوه.

پوښتنه : غواړم چې ځواکمن شم ؟
ځــواب : په خدای ( ج ) باور او توکل کوه.

پوښتنه : دخدای (ج ) په دربار کې غوره درجه غواړم ؟
ځــواب : د خدای ذکر کوه .

پوښتنه : غواړم چې روزی مې پراخه شی ؟
ځــواب : تل په اوداسه کې اوسه.

پوښتنه : غواړم چې دعا مې قبوله شی ؟
ځــواب : له حرامه نه ځان ژغوره .

پوښتنه : غواړم چې ایمان می بشپړ شی ؟
ځــواب : اخلاق ښه کړه.

پوښتنه : د قیامت په ورځ له خدای ( ج)نه داسې لیدنه غواړم چې را څخه خوشحاله وي ؟
ځــواب : ژر تر ژره له جنابت څخه وروسته غسل کوه.

پوښتنه : غواړم چې ګناهونه مې کم شی ؟
ځــواب : زیات استغفار وایه .

پوښتنه : غواړم چې الله ( ج ) را باندې رحم وکړی ؟
ځــواب : د خدای ( ج ) په مخلوق رحم کوه.

پوښتنه : غواړم چې خدای ( ج ) مې پرده وکړي ؟
ځــواب : د خلکو پرده ساته .

پوښتنه : غواړم چې رسوا نه شم ؟
ځــواب : له زنا څخه ځان ژغوره .

پوښتنه : غواړم چې خدای (ج) او رسول (ص) ته ګران شم ؟
ځــواب : کوم کارونه چې خدای (ج) ته ور ګران وی هغه ځان ته ګران کړه.

پوښتنه : غواړم چې د خدای ( جل جلاله ) تابع شم ؟
ځــواب : فرائض مه پریږده .

پوښتنه : غواړم چې احسان کوونکی جوړشم ؟
ځــواب : د خدای (ج)داسې عبادت کوه لکه ته یې چې وینی او یا تا وینی.

پوښتنه : یا رسول الله (ص) ګناهونه په څه بښل شی ؟
ځــواب : اوښکی ، عاجزی او ناروغی .

پوښتنه : کوم شیان د دوزخ اور سړوی ؟
ځــواب : په تکلیفونو باندې صبر کول .

پوښتنه : د الله ( جل جلا له ) غصه په څه شی سړیږی ؟
ځــواب : پټه صدقه ورکول او صله رحمی .

‏رسول الله ﷺ فرمایي:اللهﷻ سل رحمته پیداکړي دي یو یې دنیا ته رالیږلی او پاته ۹۹ یې د قیامت ورځې ته ساتلي دي.رواه_مسلم #
17/04/2026

‏رسول الله ﷺ فرمایي:
اللهﷻ سل رحمته پیداکړي دي یو یې دنیا ته رالیږلی او پاته ۹۹ یې د قیامت ورځې ته ساتلي دي.
رواه_مسلم #

Address

Islamabad
46000

Telephone

+923015885302

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when KHAN BABA posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share