متحدہ افغان تاجر اتحاد بورڈ بازار

متحدہ افغان تاجر اتحاد بورڈ بازار ” خپله یو ځاے
زړه دې بل ځاے
او فکر دې زر ځایه
ژوند یعني دا..؟! “
(1)

16/07/2026
15/07/2026

محترم وزیراعلیٰ خیبر پښتونخوا ښاغلي سهیل افریدي صاحب څخه د زړه له کومې مننه.
د متحده افغان تاجر اتحاد یونین د غږ او غوښتنې په ځواب کې، چې موږ پرون د افغان سوداګرو او افغان مهاجرینو د ستونزو په اړه ورته ګیله کړې وه، نن یې د افغان سوداګرو او افغان مهاجرینو د حال احوال پوښتنې او د ستونزو د اورېدو لپاره بورډ بازار ته تشریف راوړ.
موږ هیله لرو چې د افغان سوداګرو او مهاجرینو ستونزې به په جدي توګه وڅېړل شي او د حل لپاره به عملي ګامونه پورته شي.

د جنازی اعلان ملک شرف ده مرحوم ظریف زوی په حق رسیدلی ده ! مرحوم ده حاجی گلاب ٫ گلدین ٫ مرحوم ظاهر  ٫ سردار ورور وو ده حا...
28/05/2026

د جنازی اعلان
ملک شرف ده مرحوم ظریف زوی په حق رسیدلی ده !
مرحوم ده حاجی گلاب ٫ گلدین ٫ مرحوم ظاهر ٫ سردار ورور وو
ده حاجی سعادت خان ٫ اسدالله ٫ خیرالله ٫ نورخان ٫ معاذالله جنت گل ٫ زیړگل ٫ زرگل ٫سمیع الله ترهٔ ( کاکا )وو.
ده مرحوم جنازه به نن ده پنج شنبی په ورز ماخام 7:45 بجی نصیر هسپتال ته مخامخ کچه ګړای ډاک کی ادا کیگی او وروسته به تاج اباد هدیره کی خاورو ته سپارل کیگی
انا لله وانا اليه راجعون
حاجی سعادت خان :03009037910
اسدالله: 03209034875
نورخان: 03060536734

د نادرکۍ اعلانبرهان الدين د ننګرهار ولايت اوسېدونکى دى تېرې جمعې ورځ  کڼر سيند وړى دى د کوزې پښتونخوا ميشتو څخه هيله کوو...
27/04/2026

د نادرکۍ اعلان
برهان الدين د ننګرهار ولايت اوسېدونکى دى تېرې جمعې ورځ کڼر سيند وړى دى د کوزې پښتونخوا ميشتو څخه هيله کوو چې په پېداکولو کې يې له مونږ سره مرسته وکړٸ
د اړيکو شمېري

شيربهادر اکبری
+93 79 299 9996
ذبيح الله ظهير0775768409

25/04/2026

د متحده افغان تاجر اتحادچئیرمین سید نقیب الله پاچا صاحب او تجارانو عمومى کميټى له خوا دافغانستان او پا کستان دحکومتونو څخه غوښتنه!

دا چی د څو میاشتی راهیسی د پاکستان او افغانستان اسلامی او ګاونډی هیوادونو تر مینځ جنگ جگڑی خپلمنځۍ سیاسی اختلافات تر لوړی کچی رسیدلی چی له امله یی د دواړو هیوادونو تر مینځ هر قسم تګ راتګ، تجارت په ټپه ودریدلی چی په نتیجه کی یی دواړو اسلامی هیوادونو ته روزمره په میلیونونو رقم مالی زیان رسیګی . دا وخت د یادو هیوادونو تر مینځ ټول تجارتی پوائینټونه، طورخم، چمن سپین بولدک، خرلاچی،انګور اډه او همداسی نور د هر قسم تجارت، تګ راتګ پر مخ تړل شوی چی له امله یی ددواړو غاړو تجارانو، مریضانو،مزدورکارو، سفر لرونکو ته په لویه کچه مشکلات مخی ته راغلی. دواړو غاړو تجاران روزمره په حساب په میلینونو رقم تاوان سره ماخامخ دی، په زرهاؤ تعداد د کینسر، زړونو،ګردو مریضان د پولی بندیدو له وجی د خپل قیمتی ژوند بایلو په حالت کی قرار لری.په زرهاؤ تعداد دواړو غاړو غریبکار ولس چی د رزق ګټلو یوازینۍ وسیله یی د همدی تجارتی پوائینټونو کی مزدوری او خپلو بچو ته رزق حلال ګټل دی اقتصادی مشکلاتو سره مخامخ دی.
د تجارت د نشتون له امله په زرهاؤ تعداد تجاران چی دا وخت مالونه یی په مختلفو پوائینټونو ،بندرونو د لارو د خلاصون په پار انتظار باسی روزمره په میلیونونو مالی تاوان سره مخامخ دی. د تجارت سره نه یوازی تجارانو ته مالی زیان رسیګی بلکی ددی سره ددواړو غاړو ولسونو ته هم د ژوند په مختلفو برخو کی مشکلات جوړیګی.
په همدی اساس ددواړو اسلامی هیوادونو پر دولتونو غژ کوو ترڅو یو بل ته د اسلامی ورور ولۍ لاس ورکړی او د ښه ګاونډیتوب د مثال قایم کولو په پار د خبرو اترو د لاری د ورورۍ په فضاء خبرو اترو ته کینی او د توافق لا لاری ټولو مشکلاتو د حل لپاره صلاح او مشورو تر څنګ موجوده بد وضیعت ته د پای ټکی کیګدی او دی سره سره څومره چی زر ممکن وی د تجارت،تګ راتګ پر مخ ټولی تړلی دروازی پرانیزی تر څو د دواړو غاړو تجاران ،ولسونه د لا زیات مالی، جانی زیانونو څخه وژغورل شی.
په درنښت.

د راتلونکی دوشنبې د ورځې نه به په ضاخېلو سنټر کی د بېرته ستنېدونکو مهاجرو لپاره چه POR تمدید شوی کارتونه ورسره وی او وطن...
24/04/2026

د راتلونکی دوشنبې د ورځې نه به په ضاخېلو سنټر کی د بېرته ستنېدونکو مهاجرو لپاره چه POR تمدید شوی کارتونه ورسره وی او وطن ته ستنېدل غواړی د تلیفون د لاری نمبر اخستل شروع شی
د دوشنبې د ورځی نه پنجشنبې ورځی پوری به د سحر اته نیمو بجو نه تر څلور نیمو بجو پوری او د جمعی په ورځ د سحر اته نیمو نه تر دولس نیمو بجو پوری به نمبر په تلیفون وکړئ کېږی
Monday - Thursday: 08:30 4:30
Friday: 08:30 – 12:30
شنبه او یکشنبه به عمومی رخصت وی
تلیفون به خامخا مصروف راځی ولی چه رش زېات دی او نمبری دری دی نو کوشش وکړی د نمبر جېګېدو پوری انتظار کوئ
هېره مو نشی چه د فامیل سربراه به نمبر اخلی خپل کارت به مو مخی ته اېخی وی
دوهم دا چه هر واده کړی به نمبر اخلی که ښځه وی خاوند ی مړ وی او بچی ورسره وی که سړی وی هم سربراه دی
ضرور خبره مو هېره هېچا ته د نمبر اخستو په سر روپئ ورنکړئ د UNHCR اداره غرونو اخستل په کلکه ردوي
دا پیغام له خپلو ټولو دوستانو سره د مهربانئ له مخی خپور کړئ

contact numbers:

0300 0544491

0300 0544492

0300 0544496

Address

Peshawar
25000

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when متحدہ افغان تاجر اتحاد بورڈ بازار posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share