31/03/2026
په ترکیه کې پوهنتون ته د نوم لیکنې پروسه او پړاوونه
۱- خپل شهادتنامه، د درې کلونو نومرې (ترانسکریپت) او پاسپورت موږ ته راولېږئ.
۲- د ۳ ورځو په جریان کې به تاسو ته د پوهنتون له لوري لومړنی مکتوب ولېږل شي، چې پکې به ستاسو د پوهنځي، فیس او نورو شرایطو په اړه بشپړ معلومات ذکر شوي وي.
۳- که په مکتوب کې ذکر شوي شرایط ستاسو لپاره مناسب وي، نو د همدې مکتوب له مخې باید د پوهنتون اړوند بانکي حساب ته د فیس یوه برخه (نيمائی) ولېږئ.
۴- د فیس له ترلاسه کېدو وروسته، په ۳ ورځو کې به تاسو ته د پوهنتون له لوري دعوت نامه (قبول مکتوب) صادر شي، او همدارنګه به په کابل کې د ترکیې سفارت ته ستاسو د ویزې لپاره یو رسمي ایمیل واستول شي.
۵- وروسته کولای شئ د خپلو ټولو اسنادو سره په کابل، کندهار، هرات او مزار شریف کې د ترکیې د ویزې سنټرونو له لارې د تحصیلي ویزې لپاره غوښتنه ثبت کړئ.
۶- د ۴ تر ۸ اونیو په موده کې به ستاسو د ویزې نتیجه معلومه شي. که ویزه مو ترلاسه کړه، کولای شئ د خپلې تحصیلي ویزې په اساس ترکیې ته سفر وکړئ. که ویزه رد شي، نو پوهنتون ته ورکړل شوی فیس به د ۲۰۰ ډالرو د اداري لګښت له کسر وروسته بېرته تاسو ته در وګرځول شي.
🇦🇫پروسه و مراحل ثبتنام در پوهنتون در ترکیه
۱- کاپی شهادتنامه، نمرات سه ساله (ترانسکریپت) و پاسپورت خود را برای ما ارسال کنید.
۲- در مدت ۳ روز برای شما از طرف پوهنتون یک مکتوب ابتدایی فرستاده میشود که در آن معلومات کام�