د حضرت ابوبکر رضي الله عنه اسلام:
ابوبکر رضي الله عنه اصلي نوم عبدالله د پلار نوم ئي قحافه او د مور نوم ئي أم خير ؤ.
ابوبکر رضي الله عنه له وړوکتوب څخه د رسول الله صلى الله عليه وسلم دوست ؤ ډير زيات غيرتمند، امانتدار ، بهادر او رحم دله ؤ، د تجارت کاروبار ئي کوی او نسب ئي هم د
رسول الله صلى الله علیه وسلم سره څو پښته بعد يو ځای شوى دى، کله چي رسول الله صلى الله عليه وسلم په نبوت مبعوث شو نو اولنی دعوت ئي په نارینوؤ کي ابوبکر رضي الله عنه ته ور کړی چي بي له تردیده ئي قبول کړ، او د اولنې مسلمان اعزاز ئي حاصل کړی، کله چي د مسلمانانو تعداد 39 ته ورسيدی نو ابوبکر رضي الله عنه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وفرمائل: چي غواړم خپل اسلام د خلکو منځ کي اعلان کړم خو رسول الله صلى الله عليه وسلم منع کړی چي څوک دي د دفاع طاقت نه لري تکليف به درته ورسيږې، خو ابوبکر رضي الله عنه بيا بيا اسرار کوی چي اخیر رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته اجازه ورکړه او بيت الله شريف ته ئي تشريف یووړی او هلته ډير زيات مشرکين ناست وه او ابوبکر رضي الله عنه ورته خطبه شروع کړه دا په اسلام کي اولنۍ خطبه وه، مشرکينو اول سر کي ورته ښه په غور غوږ نيولى ؤ، خو چي کله ابوبکر رض د اسلام را وړلو اعلان وکړی نو عتبه ابن ربيعه چي د قريشو سردار ؤ د وهلو امر یي وکړی نو مشرکين لکه د کارغانو په شان ور باندي را ټول شول او ډير زيات ئي ووهه تر څو چي بي هوښه شو نو هغوئ پريښودی، دي وخت کي د ابوبکر رضى الله عنه قوم بنو تميم خبر شول او هغوئ پورته کړ او خپل کور ته ئي ورسوی، کله چي د ده قوم د ده تشويش ناک حالت وليدی او يقين ئي راغى چي د بچ کيدلو نه دى نو بيت الله شريف ته راغلل او اعلان ئي وکړی که چيري ابوبکر (رض) وفات شو مونږ به ئي بدله کي عتبة ابن ربيعه قتلوو (وژنو) څو وخته ئي همدا اعلان وکړی خو چا جواب ورنه کړی، بيرته د ابوبکر رضي الله عنه کور ته راغلل چي د ده حالت وګورې، نو دي وخت کي ابوبکر رضي الله عنه لږ هوښ کي راغی نو اولنۍ پوښتنه ئي دا وه چي:
رسول الله صلى الله عليه وسلم څنګه دی؟ کله چي ئي قوم دا خبره وا وريده نو له ډيري غصې پورته شول او ولاړل فقط دومره ئي د ده والدي ته وويل: ده ته د خوراک بندوبست وکړه، کله چي هغوئ ولاړل نو مور ئي ورته د خوړلو له پاره څه راوړل خو ده ئي له خوړلو انکار وکړی او مور ته ئي وويل: ما ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم معلومات راوړه، مور ئي ورته وويل: زه څه خبره يم چي چيري او څنګه دی؟ ابوبکر رضي الله عنه ورته وفرمائل: چي د عمر رضى الله عنه خور أم جميل کره ورشه له هغې څخه پوښتنه وکړه ، مور ئي د شپي أخیره برخه کي چي لارې او کوڅې له خلکو خالي شوي وي هلته ولاړله او ورته وئي وويل: ابوبکر رضى الله عنه د رسول الله صلي الله عليه وسلم معلومات غواړي: هغي ورته وويل: زه څه خبره يم چي هغه به چيري او څنګه وي، خو که ماته اجازه وي زه به د ابوبکر رضي الله عنه ليدلو ته در سره ولاړه شم هغي دا خبره خوښه کړه او کور ته ئي له ځان سره را وستله، ابوبکر رضى الله عنه ترې د رسول الله صلي الله عليه وسلم پوښتنه وکړه:
أم جميل ئي د مور طرف ته په سر اشاره وکړه چي مور دي أوري هغه مسلمانه نه ده! ابوبکر رضى الله عنه ورته وويل: له هغې مه ډاريږه نو أم جميل ورته وفرمائل: هغه د أرقم په کور کي له نورو مسلمانانو سره دی! نو ابوبکر رضي الله عنه قسم وخوړی چي تر هغي به هيڅ خوراک څښاک ونه کړم چي ليدلى مي نه وي، نو د
ابوبکر رضي الله عنه مور بلې شپي ته انتظار وکړي تر څو لاري او کوڅي له خلکو خالي شوي نو ابوبکر رضي الله عنه ئي له لاس ونيوی او د أرقم رضي الله عنه کور ته ئي بوتلی نو سمدستي ئي رسول الله صلي الله عليه وسلم غيږ کي ونيوی او دواړو ډير زيات وژړل او ور سره ټولو نارينه او زنانه صحابؤ هم وژړل ، نو له دي وروسته ابوبکر رضي الله عنه رسول الله صلى الله علیه وسلم ته وفرمائل:
يارسول الله زما مور شريفې ته دعا وکړه چي مسلمانه شي!
نو رسول الله صلي الله عليه وسلم اول دعا وکړه بيا ئي دعوت ورکړی چي هغې دعوت قبول کړی او مسلمانه شوه.
نور بیا…
08/11/2023
21/08/2023
#دبـــــــــدرغزاکــــــی
ویل څوک سته چي زما سره مقابله وکړي
د بدر په غزا کي د مشرکانو يو پهلوان د یوې غونډۍ سرته وختۍ او په لوړ اواز یې چیغه کړه، څوک سته چې زما مقابلې ته راسي؟
په دې وخت کي د رسول اللهﷺ نظر پر حضرت زبیر (رضي الله عنه) باندې ولګیدئ، چي نژدې ورته ناست وو نو ورته ویې فرمايل: ایا ابن صفیه!
ولاړ سه او ددغه مشرک مقابلي ته ورسه
زبیر (رضي الله عنه) چي ژیړه لنګوټه یي تړلي وه ور ولاړ سو او د هغه مقابلي ته ورغلی هغه کافر هم خورا پهلوان سړی وو
جنګ شروع سو دواړو يو د بل د وژلو هڅه کوله پیغمبرﷺ وفرمایل: د دغو دواړو څخه چي هر یو مخکې د غونډۍ څخه لاندې وغورځیدئ هغه به ووژل سي او بیا یې د حضرت زبیر (رضي الله عنه) په حق کې دعا وکړه،
لږ وخت وروسته دواړه په داسې حال کې لاندې راوغورځیدل چې هغه مشرک لاندې او حضرت زبیر(رضي الله عنه) پر سربیره وو حضرت زبیر(رضي الله عنه) په خپلې تورې سره د مشرک سر ور پریکړ او د جهنم کندې ته یې واستاوه
په همدغه غزا کې د مشرکانو یو غټ پهلوان عبيده بن سعید بن عاص چي سر تر پایه په جنګي زغره کې پټ وو او مسلمانان یې ډیر په تکلیف کړې وه نو حضرت زبیر(رضی الله عنه) د نېزې وار د هغه په سترګه باندې وکړ او هغه یي هم هلاک کړ
دا هغه ځوان غیرتي صحابي دی، چي په ډیر کم عمر کي یو ډیر جنګي قهرمان وو😘
نوت که مو پورته لیکنه پوره لوستی کمینت کی ولیکی چی ولوستل شوه
Be the first to know and let us send you an email when تازه خبرونه جالب اوسلامي معلومات posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.