16/09/2026
د ژمني سمستر پیلیزه ناسته ترسره سوه.
د عمري روغتیایي علومو انستیتوت د ژمني سمستر د پیل ناسته ترسره سوه.
په دې ناسته کي د نوي سمستر د ښه پیل او لا بریالي ترسره کېدو په موخه پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیز بحث وسو،او اړین تصمیمونه ونیول سول.
عمري روغتیایي علومو انستیتوت د معیاري روغتیایي زده کړو، د مسلکي ځوانانو د روزني او ټولني ته د صادقانه خدمت په برخه کي خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د عامي روغتیا وزارت اړوند اصول، قوانین او مقررات په کلکه پلي کوي.
درنښت
د عمري روغتیایي علومو انستیتوت اداره